ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: اسلامي نظام کې ټول افغانان یو ډول حقونه لري

ارګ بېګاه(سه شنبه، چنګاښ ۱۹مه) په خپله رسمي اېکسپاڼه د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د یو شمېر اهل تشیع مشرانو د لیدنې خبر ورکړی.
اهل تشیع مشرانو په دې ناسته کې هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي. دغه راز یادو مشرانو د عاشورا مراسمو د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
ورته مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع مشرانو او هېوادوالو له همکارۍ مننه کړې. نوموړي ویلي چې په اسلامي نظام کې ټول افغانان یو ډول حقونه لري.
مولوي عبدالکبیر اهل تشیع مشرانو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د امنیت د ټینګښت په موخه اړوندې ادارې لاس په کار شوي او هېوادوال دې په دې برخه کې هېڅ اندېښنه نه کوي

اړوند خبرونه