د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار به په نږدې ورځو کې افغانستان ته راشي.
د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په نوې جوړه شوې کمېټه کې اسحق ډار افغانستان ورور هېواد بللی او په وینا یې اوس او پخوا یې له افغانستان سره ښې اړیکې درلودې.
ډار هیله ښودلې چې افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو په ملتیا وړاندې لاړ شي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر کابل ته په داسې حال کې سفر کوي چې ددې هېواد پوځ پښتونخوا کې د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و چې د خپلو مخالفینو ځپنې ته به د افغانستان خاورې ته هم واوړې چې د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت له کلک غبرګون سره مخ شوي و. اسلامي امارت لا وړاندې ویلي چې هېواد یې د هېچا په وړاندې نه کاریږي او نه هم له افغان خاورې چا ته د ترهګریز فعالیت اجازه ورکوي.