د هند لومړی وزیر نریندرا مودي مسکو کې د خپل سفر د پای ته رسولو وروسته اترېش ته روان شوی دی.
نوموړی له ۴۰ کلن ځنډ وروسته یاد هېواد ته ځي.
ټاکل شوې نریندرا مودي نن(چهارشنبه، چنګاښ شلمه) د اتریش له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري.
هندی او اتریشي سیالان به د ویانا او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې ـ اوکراین د جګړې له پیل وروسته مسکو ته د لومړي ځل لپاره په سفر تللی و.