ډېر لوستل شوي

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنونې بهیر وځنډول شو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یونیسیار ویلي چې پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو د ستنونې لړۍ درولې.

د یونیسیار کمېشنر فلیپو ګراندي اسلام اباد ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي چې پاکستانیو چارواکو ته یې د افغانانو د نه‌ستنونې سپارښتنه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې افغان کډوالو ته یې د راجسترېشن کارتونو د وخت د زیاتېدو لړۍ هم تړلې. ویل کیږي چې د راجسترېشن کارتونه تر دمګړۍ ۱.۳میلیونو افغانانو ته وېشل شوي.

ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو ته د رسېدو کمېشنرۍ د پاکستان ددې پرېکړې هرکلی کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستنې لړۍ چټکه شوې.

اړوند خبرونه