د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوناما وروستی خپور شوی راپور بې ځایه او له واقعیتونو لرې بللی دی.
ښاغلي مجاهد بېګاه(سه شنبه، چنګاښ ۱۹مه) په خپل اېکس د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی.
ښاغلي مجاهد د یوناما له لوري د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د تګلارې په تړاو نیوکې بې ځایه بللي دي. دی وړاندې لیکي: ((کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوسمع شکایاتو وزارت له لوري یې سپارښتنه کیږي، مالوم اسلامي احکام دي.))
مجاهد وایي، یوناما د دې پرځای چې افغانستان د مسلمانې ټولنې په توګه وارزوي، له غربي لیدلوري یې ګوري. وړاندې لیکي: ((متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي.))
د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي او په دې تړاو له هېچا سره زور زیاتی نه کیږي