د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اغېزناکه او هراړخیزه بللې ده.
د روسي رسنیو له قوله، دې اعلامیه کې هندي او روسي سیالانو د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې کړي او د افغانستان اوسنۍ واکمني یې د یوه خپلواک دولت په توګه ګڼلې ده.
یاده اعلامیه کې راغلي چې نرېندرا مودي ۲۰۲۵ کال کې پوتین ته بلنه ورکړې؛ تر څو هند ته ورشي.
د یادونې وړ ده چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې ـ اوکراین تر جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره مسکو ته سفر کړی.