د پکتیا پوهنتون تدریسي او کادري روغتون، تازه په دې ولایت کې د متخصصو روغتیاپالانو په مټ ناروغانو ته ۲۴ ساعته چوپړونه پیل کړي دي.
د پکتیا پوهنتون رییس مولوي عبدالحکیم احمدي ویلي، په دغه روغتون کې دمګړۍ په شپږو روغتیايي څانګو کې د ناروغانو درملنه کیږي.
د ښاغلي احمدي په خبره په نږدې راتلونکي کې به د ۸۸ میلیونو افغانیو په ارزښت بېلابېل طبي وسایل وپیري. ټاکل شوې چې د پیرل شویو طبي وسایلو په مټ به ناروغانو ته روغتیایي چوپړونه لا پراخ شي.
د کادري روغتون روغتیاپال ډاکټر جلال بیا ویلي، په همدې روغتون کې ناروغانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو سره سره د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي زده کړیالانو ته هم د عملي کار زمینه برابره شوې، چې دا چاره به د یادې برخې محصلینو ته ګټوره تمامه شي.
کادري روغتون ته راغلی ناروغ لرونکی خان محمد امید راډيو سره په خبرو کې وویل، دلته يې د ناروغانو په ښه ډول سره درملنه کيږي، خو هیله لري، چې د مرکز ګردېز په ګډون لرو پرتو سیمو کې خلکو ته ورته روغتیايي چوپړتیاوي او د درملو برخه کې اسانتیاوي لا زیاتي شي.
د پکتیا پوهنتون د کادري روغتون د مسولینو په خبره یاد روغتون کې دا مهال ۱۰۸ متخصص او باتجربه روغتیاپالان خلکو ته چوپړونه وړاندي کوي چې د کاري ډلې او طبي وسایلو په زیاتیدو به خپل چوپړونه لا پراخ او چټک کړي.