د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند د ۱۴۰۲ کال غوره صادرونکو ستاینغونډه کې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د پلازمېنې کابل په ګډون اوو ولایتونو کې د پروسس زونونه جوړ شي.
ښاغلي برادر د غونډې ګډونوالو ته وړاندې ویلي چې اوسمهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو بهر ته بېلابېل توکي صادریږي.
ملا عبدالغني برادر څرګنده کړې چې د بندرونو د معیاري کولو هڅې هم روانې دي او د هېواد ټولو بندرونو کې به سکنرونه ولګول شي.