ډېر لوستل شوي

د ۲۷ فعالو هوایي ډګرونو چارې د افغان انجنیرانو له لوري کنټرولیږي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولینو ویلي چې په ټول هېواد کې ۲۷ هوایي ډګرونه فعال دي چې تخنیکي چارې یې د افغان انجنیرانو په مټ کنټرولیږي.

ددغه وزارت مسوولینو څرګنده کړې چې اوسمهال د هېواد هوایي ډګرونه سټنډرډ حالت ته رسېدلي دي.

ویل کیږي چې په تېر یوه کال کې د ګڼو نورو پرمختګونو تر څنګ د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو ترمینلونو جوړولو سربېره د بارووړونکو موټرو د نوبت سیسټم فعال شوی او د مسافر وړونکو موټرو لپاره اډې او ترمینلونه هم جوړ شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي، چې روان کال به د ټرانسپورټ په برخه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۰ پروژې هم پيل شي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغانستان له ګڼو هېوادنو سره سیده الوتنې لري او هڅې کیږي چې دا لړۍ لا وغځیږي.

اړوند خبرونه