کونړ کې تر پخوا د مطالعې دود ورځ تر بلې په پراخېدو دی او په دې برخه کې یې اسانتیاوې هم رامنځته شوي دي.
د کونړ ولایت د کتابتونونو مسوولینو ویلي، هره ورځ له بېلا بېلو سیمو په لسګونه ځوانان ورځي او د خپلې خوښې وړ کتابونه مطالعه کوي، چې تر پخوا په دې ولایت کې د خلکو مینه له مطالعې سره زیاته شوې ده.
شفيق الله، چې د یاد ولایت د سيد جمال الدين افغان پوهنتون زده کړیال دی وايي، کله چې یې د کوم کتاب د مطالعې لپاره اړتیا پیدا شي کتابتون ته ورځي او په اسانۍ سره ورته لاس رسی پیدا کوي.
ورته مهال کتابتون ته نورو راغلو ځوانانو امید راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم خواله رسنیو د مطالعې دود کمرنګه کړی، خو دوی هڅه کوي، چې دغه دود بیا پیاوړی کړي.
دوی له حکومته وغوښتل، چې د دې دود پراختیا لپاره دې په مرکز او ولایتونو کې عامه کتابتونونه زیات کړي او پر ځوانانو یې غږ کړی، چې د مطالعې دود دې بیا را ژوندی کړي.
د کونړ د عامه کتابتونو مسوول رحمت الله ویلي، په دې ولایت کې درې عامه کتابتونونه فعال دي، چې دوه په مرکز اسعدآباد او یو یې په نورګل ولسوالۍ کې دی، چې زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه پکې موجود او د مطالعې لپاره یې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولینو ویلي، مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د بېلا بېلو زده کړيزو سياليو جوړېدل د دې لامل شوي، چې عامه کتابتونونو ته د ځوانانو ورتګ ورسره زيات شي.