د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې د تېر په پرتله د چرګانو فارمونه زیات شوي او اوسمهال په دې ولایت کې هره ورځ یو میلیون هګۍ تولیديږي.
ددې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولینو په قول، هرات کې د چرګانو شاوخوا ۶۰ فارمونه شته چې دا ولایت یې د هګیو له اړخه پر ځان بسیا کړی دی.
ځایي چارواکو زیاته کړې چې اوسمهال هرات کې تولید شوې هګۍ د غزني او کابل بازارونو ته هم لېږدول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیاراتګ سره له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو پر غوښو او هګیو واردولو کلک بندیز لګول شوی