ډېر لوستل شوي

پکتیا کې ۲۳ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې ۲۳ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په قول، پر دې پروژو ټولټال ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دې پروژو کې پر کلیوالي سړکونو جغل اچونه، د اوبولګولو ساختمانونه، محافظوي دېوالونه او د اوبو کوچني بندونه جوړول شامل دي.
ددې پروژو لګښت د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې له لوري ورکول شوی.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په ګڼو ولایتونو کې د سلګونو لویو او وړو پروژو کارونه روان دي

اړوند خبرونه