ډېر لوستل شوي

یوناما: د دوحې بحثونو د غځونې په موخه له افغان حکومت سره خبرې کوو

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل بېګاه شپه(پنجشنبه، چنګاښ ۲۱مه) په خپل اېکس د یوناما له مشرې مېرمن روزا اتنبایوا سره د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي هیله ښودلې چې د دوحې د درېیمې ناستې وروسته باید پر مالي او بانکي چارو شته بندیزونه پای ته ورسیږي او همدارنګه د نشه یي توکو پر ځای د بدیل کښت اړوند همکاري وشي.
د یوناما مشرې مېرمن روزا ویلي چې د دوحې د درېیمې ناستې وروسته غواړي له افغان حکومت سره ددې بحثونو پر غځونې بحثونه وکړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو ژمنه کړې چې د دوحې د درېیمې ناستې بحث کړی شوي مسایل به تعقیبوي

اړوند خبرونه