ډېر لوستل شوي

سرپل کې یو سړک رغیږي

د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ۶۰ کیلومټره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي دي.

ویل کیږي چې پر دغه سړک به شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د مسوولینو په قول، ددې سړک چارې به په دریو میاشتو کې بشپړې شي.

ددغه سړک په بشپړېدو سره به د ډبرو سکرو لېږد او پروسس اسانه شي.

د یادونې وړ ده چې دا سړک د ډبرو سکرو د ګڼو کانونو ترمنځ تېرېږي.

اړوند خبرونه