فراه کې د ځایي چارواکو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینوالو په شتون کې د (شهیدانو یاد) په نوم مشاعره ترسره شوې.
د مشاعرې ګډونوالو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین او د هرات مرستيال والي مهاجر فراهي ویلي چې د اسلامي امارت بریا د شهیدانو په قربانۍ او له مجاهدینو سره د ولس په همکارۍ ترلاسه شوې.
بل پلو، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحي ویلي چې د مجاهدينو شل کلنه مبارزه او قرباني د هېواد پر سپيڅلې خاوره د اسلامي نظام قايمول و.
مشاعره کې شاعرانو او ترنم ويونکو د شهيدانو په ياد کې په بيلا بېلو ژانرونو کې شعرونه وړاندې کړي او د ولایتي مسوولینو له لوري د شهیدانو وارثینو ته نغدي ډالۍ هم وېشل شوي دي.