د لغمان د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې۳۰۰ کورنیو ته برېښنا چمتو شوه.
د لغمان والي څرګنده کړې چې د برېښنا دا پروژه د قرغیو ولسوالۍ په پاچاکلا کې ۳۰۰ کورنیو ته پلې شوې. ویل کیږي چې پر دې پروژې ۲.۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
د پاچاکلا اوسېدونکو ویلي چې د برېښنا نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، خو اوس یې ستونزې حل شوي.