ډېر لوستل شوي

له یوې میاشتې کم وخت کې ۹۰ زرو سیلانیانو له نورستانه لیدنه کړې

له لوی اختر وروسته، له یوې میاشتې په کمه موده کې د نورستان له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۹۰ زرو ګرځندویانو لیدنه کړې ده.

سیلانیان نورستان کې له شته امنیته خوښي ښیي. دوی همدارنګه د نورستان بېلابېلو سیمو ته د سړکونو د غځونې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دې ولایت ته د ۸۰ زرو په شاوخوا کې سېلانیان راغلي، چې سږ کال یې ښایي شمېر له ۱۰۰ زرو پورته شي. نورستان د هېواد ختیځ ته پروت طبیعي او لرغونی ولایت دی چې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د ګرځندویانو دمه ځای وي.

اړوند خبرونه