د هرات تورغونډۍ بندر مسوولینو ویلي چې منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان صادرات د تېر په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
مسوولینو زیاته کړې چې تېر کال به له توغونډۍ بندر څخه د ورځې ۱۵ باروړونکو موټر منځنۍ اسیا هېوادونو ته تېرېدل چې اوس یې کچه ۳۰ ته رسېدلې ده.
ویل کیږي چې په دغو توکو کې ډېری د هرات ناالکولي څښاک شامل دي. د یادونې وړ ده چې تورغونډۍ هرات کې پروت سوداګریز بندر دی چې افغانستان له منځنۍ اسیا، فارس خلیج او جنوبي اسیا سره نښلوي.