د پکتیکا په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسونې د ۵ شبکو په مټ ۱۲۷۰کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
پر دې شبکو شاوخوا ۷۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی.
د اوبو دا شبکې د پکتیکا په اومنه، سروضه او ارګون ولسوالیو کې د او.آر.ډي. موسسې په مالي مرسته جوړې شوي.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د ۵ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۵ لویو زېرمو جوړول، د ۱۰۲ سولرونو نصبول، او کور په کور ۸۸ د نل لیکو نښلول شامل دي. همدارنګه ددې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې لسګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.