کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي، په پلازمېنه کابل کې ۱۵۰۰ کیلوګرامه د چرګانو هغه غوښه یې له منځه وړې، چې خوسا او له خوړلو وتلې وه.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښاروالۍ له لوري کابل کې د څار او د توکو د کیفیت د مالومونې په پایله کې ۱۵۰۰ کیلوګرامه د چرګانو هغه غوښه له منځه وړې چې د کارونې نېټه یې پای ته رسېدلې وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې سرغړوونکې به ونیول شي او د خپلو کړو سزا به وویني.
د کابل ښاروالۍ یو ځل بیا له هټۍوالو غوښتي چې د توکو د پای ته رسېدو نېټې او کیفیت ته پام وکړي.