ننګرهار کې د توپان او باران له کبله د یوه کور د چت د نړېدو پېښه کې ۱۱ تنه تر خاورو لاندې شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر نن(دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه) په خپل اېکس ددې پېښې خبر ورکړی دی.
د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې پېښې ته ځایي امنیتي مسوولین رسېدلي او تر خاورو لاندې شویو کسانو د ایستنې هڅې کوي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې وروستیو اورښتونو مالي زیانونه اړولي دي.