ډېر لوستل شوي

امیرالمؤمنین حفظه الله له لوړپوړو امنیتي مسوولینو سره کتلي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په کندهار کې د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د امنیتي ادارو له مسوولینو سره د ناستې خبر ورکړی دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی ریاست سرپرست ملا عبدالحق وثیق او نورو لوړ پوړو امنیتي مسوولینو برخه اخیستې وه.

مولوي مجاهد زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د امنیتي ادارو مسوولینو په خپلو اړوندو برخو کې د پرمختګونو او اجرأتو په اړه د مشرتابه مقام ته  توضیحات ورکړي دي. د سرچیني د مالوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت زعیم د یادو ارګانونو د مسوولینو هڅې ستایلي او په بېلابېلو برخو کې یې هغوی ته سپارښتنې کړې دي.

اړوند خبرونه