ډېر لوستل شوي

د اغاجان بند چارې به ژر پیل شي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور  په خپل کاري دفتر کې د ارزګان له والي ملا باري ګل اخوند سره لیدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر د ارزګان مرستیال والي ته ډاډ ورکړی، چې د اغاجان بند پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او چارې به یې په نږدې راتلونکې کې پيل شي.

ملا عبدالطیف منصور زیاته کړې: اوس‌مهال د یاد بند د مطالعاتو د امکان سنجۍ لپاره بودیجه منظوره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لارښوونه هم د دغه پروژې د پلي کولو لپاره شته. د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د لسګونو وړو او منځنیو بندونو او چکډېمونو چارې روانې دي.

اړوند خبرونه