ډېر لوستل شوي

د کابل ښار مکروریانو آسان خدمت مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چوپړونه پیل شول

د کابل ښار زړو مکروریانو آسان خدمت مرکز کې د لومړي ځل لپاره نن(دوشنبه، چنګاښ ۲۵مه) د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چوپړونه پیل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د آسان خدمت رییس جهادګل پاڅون، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ځینو نورو برخو رییسانو، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د تصدیقونو مرستیال، د آسان خدمت زړو مکروریانو مرکز کارکوونکو، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو او نورو مسوولینو په شتون کې د دې چوپړونو پرانیسته شوې. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د آسان خدمت رییس جهادګل پاڅون زیاته کړې چې د دې مرکز له لارې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش، له وېش وروسته خدمتونه، زېږون کارت او مړینې پارچې پر وېش سربېره له نېکه مرغه قونسلي خدمتونه هم وړاندې کېږي. د ښاغلي پاڅون په قول، د دې مرکز په پرانیستې سره به هېوادوال له سرګردانۍ خلاص او ګڼې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

اړوند خبرونه