د سمنګان ولایت د خُلم ایبک سیندیزې حوزې مسولینو ویلي چې په دې ولایت کې د دریو چکډېمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دا چکډېمونه په فیروزنخچیر، خُلم او لاندې دره صوف ولسوالیو کې د څهباندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت رغېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه چکډیمونه، د اقتصادي پراختیا، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو، او د یادې سیمې د مالدارنو څارویو لپاره د څښاک اوبو د زیرمه کولو په موخه جوړ شوي دي.