د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس لیکلي چې د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، تر څو ژر تر ژره د ننګرهار زیانمنو ته ځانونه ورسوي.
ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي چې مسوولین دې ټول امکانات پر کار واچوي، تر څو خلک خوندي شي.
مولوي ذبیح الله مجاهد همدارنګه شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
ننګرهار کې تېز توپان او اورښت نن مازیګر د لسګونو هېوادوالو ژوند اخیستی او سلګونه نور ټپیان دي.