د ميدان وردګو ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ادريس حنیف ویلي چې د لومړي ځل لپاره د میدان وردګو ګیلاس او زردالو هند ته صادر شوي دي.
ښاغلي حنیف وړاندې ویلي، چې دوی په پام کې لري، راتلونکي کې عربي هېوادونو ته هم تازه میوې ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هند ته د لومړي ځل لپاره د کونړ پیاز صادر شوي وو. یاده دې شي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شوې ده.