د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې پلازمېنه کابل کې به د کار ملي کنفرانس جوړ شي.
د دې وزارت د مسوولینو په قول، دا کنفرانس به لنډ وخت کې پیل شي.
د یادو مسوولینو په وینا، د دغه کنفرانس موخه د بېکارۍ د لاملونو څېړنه او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي. له بلېخوا د اقتصادي چارو شنونکي دا او ورته کنفرانسونه د بېوزلۍ په کمولو کې خورا اړین بولي.