د ګمرکونو لوی ریاست نن ماسپښین(سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه) په خپل اېکس په کندهار کې د (۵۰۹) کیلو ګرامه وارداتي نشه یي توکو د نیونې خبر ورکړی دی.
دا نشه یي توکي د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي.
په نیول شویو نشه یي توکو کې (۳۱۸) کیلو ګرامه تریاک او (۱۹۱) کیلو ګرامه چرس شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته وارد کړي. ددغو نشه یي توکو په تور څو کسان هم اړوندو ارګانونو ته ور پیژندل شوي دي.