ډېر لوستل شوي

افغان او ازبیکستانې چارواکو د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا بحث کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په کابل کې د ازبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا یې خبرې اترې کړي دي.

کابل کې د ازبکستان سفیر د لوړو زده‌کړو وزیر ته بلنه ورکړې، ترڅو د تاشکند له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه کتنه وکړي. په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندیم ویلي، چې اسلامي امارت د یوه خپلواک نظام په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.

اړوند خبرونه