په ننګرهار، لغمان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا، لوګر او وردګو ولایتونو کې درنو اورښتونو، سېلابونو او توپانونو خلکو ته په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپرېږي، پکې پراخې ویجاړۍ ښکاري.
ویل کیږي چې یوازې په ننګرهار کې پرون مازیګر تېز باران او توپان تر ۳۵ د زیاتو هېوادوالو ژوند اخیستی او همدارنګه یې شاوخوا ۲۵۰ تنه ټپیان کړي دي. د ننګرهار ځایي خبریالان دا ارقام لا هم وروستي نه بولي.
د ننګرهار ځایي مسوولینو ويلي، سېلابونو په مرکز جلال اباد، بټي کوټ، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې ډېر زیان اړولی دی.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې د وزارت ویاند ملا جانان سایق تازه ویلي چې سېلابونو په اوو ولایتونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه تر شا پرېښي، خو ننګرهار ولایت یې تر نورو ډېر ځپلی دی.
د ننګرهار د والي دفتر مسوولینو منلې چې په ننګرهار کې ۴۰۰ استوګنیز کورونه له منځه تللي چې ډېری یې په سره رود ولسوالۍ کې دي. همدارنګه شدید توپان په ننګرهار کې ورځنی چارې ځنډمنې کړي، د برېښنا پایې یې نړولي، ویالې او چکډېمونه یې زیانمن او د خلکو برېښنا یې پرې کړې ده.
د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د یوه کور د نړېدو پېښه کې ۱۱ تنو خپل ژوند بایللی.
په خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي چې ګڼ ځوانان د ننګرهار سیمه ییز روغتون کې راټول شوي او ژوبلو هېوادوالو ته وینه ورکوي.
بل لور ته د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري پېښو پر وړاندې چمتووالي رییس او نورو مسوولينو ته سپارښتنه کړې، ترڅو پېښې په بېړنۍ ډول مديريت کړي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد بېګا شپه په خپل اېکس لیکلي چې د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، تر څو ژر تر ژره د ننګرهار زیانمنو ته ځانونه ورسوي. ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي چې مسوولین دې ټول امکانات پر کار واچوي، تر څو خلک خوندي شي. مولوي ذبیح الله مجاهد همدارنګه شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
بل پلو، پنجشېر کې سېلابونو کرنیزې ځمکې، چکډېمونه او پلونه نړولي دي. ویل کیږي چې خونړیو سېلابونو ددې ولایت او پلازمېنې لاره هم تړلې ده.
حکومتي مسوولینو، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او د خواله رسنیو کاروونکو پر دې غمیزې غمجن شوي او پر پانګوالو یې د مرستې غږ کړی دی. یو شمېر ځوانانو په انلاین بڼه د مرستو ټولنې کمپاین هم پیل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې سېلابونو د بغلان په ګډون د افغانستان ګډ ولایتونه وځپل. یادو سېلابونو یوازې په بغلان کې د ۳۰۰ تنو ژوند اخیستی وو. همدارنګه د هېواد په غور او نورو ولایتونو کې یې هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه تر شا پرېښي وو.
ملګرو ملتونو په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم بدلون له مخې شپږم زیانمن هېواد دی. یاد سازمان ویلي چې افغانان طبیعي پېښو، لوږې او ناروغیو ځپلي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.