د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، زرو تنو مالدارانو ته د حیواني توکو د مرستې لړۍ پیل شوې ده.
دا مرستې د بشري خیریه موسسې په مالي همکارۍ چمتو شوي.
ویل کیږي چې تر دې دمخه زرو تنو مالدارانو ته د څارویو د خوړو او د حیواني ناروغیو څخه د مخنیوي د لارو چارو روزنه ورکړل شوې چې اوس ورسره ددې توکو مرسته کیږي.
په دغو مرستو کې د شېدو یو سطل، د شېدو ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د چاغښت منرالي خښتې شاملي دي. د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې ترسره شوې وه.