د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسپنې قاچاق مخنیوی شوی.
د هلمند د مسوولینو په قول، تېره شپه ددې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر وسپنې بار څلور تراکتورونه هغه مهال ونیول شول، چې ګاونډي هېواد ته یې د قاچاق هڅه کېده.
د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي چې د یادو تراکتورونو چلوونکو غوښتل پاکستان ته ۱۸ ټنه وسپنه په ناقانوني توګه ولېږدوي.
د ښاغلي حقاني په خبره، د وسپنې قاچاق په تړاو ۲ تنه هم نیول شوي دي