بنګله دېش کې زرګونو محصلینو په دې هېواد کې لاریونونه کړي دي.
دغه لاریونونه د حکومت له لوري د یوې طرحې تر تایید وروسته پراخ شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ یادو لاریونونو کې تر دې مهاله شپږ تنه مړه شوي او له سلو زیات ټپیان دي.
د نوې طرحې په بنسټ، د حکومتي سکټور ۳۰ سلنه دندې به د هغو مبارزینو کورنیو ته ورکړل شي چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د هېواد د ازادۍ په جګړه کې برخه اخیستې وه.