ډېر لوستل شوي

تېرکال دوه نیم میلیونو تنو ته پاسپورټونه وېشل شوي

د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو ویلي، په تېر یوه کال کې څه باندې دوه نیم میلیون کسانو ته پاسپورټونه وېشل شوي دي.

ددغه ریاست د عمومي رییس په وینا،  د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زرو ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.

نوموړی دغه راز زیاته کړې، د پاسپورټونو د ویش په برخه کې د ظرفیت لوړونې لپاره د پلازمېنې  په بېلابېلو برخو کې درې نوې څانګې فعالیت ته چمتو دي، چې نن به په رسمي ډول پرانېستل شي.

نوموړي وویل: (( پاسپورټ ریاست د مرکز کابل په ګدون ۳۴ ولایتونو کې د پاسپورت د ویش ظرفیت په ورځني ډول تر ۱۲ زره پورې لوړ  شوی دی، چې الحمدالله دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ ارقام دي.))

ښاغلی حسیب زیاتوي، په انلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هم کار شوی او اوس‌مهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتونکو ته نوبتونه ورکول کېږي او په چټکۍ سره یې چارې  پر مخ ځي.

ښاغلی حسیب دغه راز وایي، له فساد او جعل ‌کارۍ سره د مبارزې په برخه کې هم جدي اقدامات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د فساد کچه صفر ته راښکته شوې ده.

د نوموړي په وینا، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه، مالوماتي شمېره هم فعاله شوې او هره ورځ د مستقیم ځواب له لارې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.   د پاسپورټ لوی ریاست دغه راز څرګنده کړې، د نویو پاسپورټونو کتابچو د چاپ تړون هم تر سره شوی، چې په پایله کې یې د تېر کال پر مهال ۲.۵ میلیونه پاسپورټونه هېواد ته را لېږدول شوي او پاتې نور هم د تړون پر اساس لیږدول کیږي.

اړوند خبرونه