طبیعي پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې سرپرست، ملا نورالدین ترابي ننګرهار کې له زیانمنو سره د مرستې، مدیریت او خواخوږۍ په پار دې ولایت ته سفر کړی دی.
ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، پېښو ته د رسېدنې چارو د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ملاجانان سایق، د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سیف الله خالد او نورو په ملتیا له زیانمنو سیمو لیدنه کړې ده.
ښاغلي ترابي ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کړې.
طبيعي پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې مشر د ځینو زیانمنو له کورنیو سره نغدي مرستې کړي او په وینا یې چې له مرکز څخه زیانمنو ته د خوراکي او ناخوراکي توکو جوپې پر لار دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ ننګرهار کې توپانونو او درنو اورښتونو د لسګونو تنو ژوند اخیستی او سلګونه هېوادوال یې ټپیان کړل.