د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له زرو تنو بزګرانو سره د کېمیاوي سرې او د ماشو د تخم مرسته شوې.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپل اېکس ددې مرستې خبر ورکړی دی.
ددې ولایت د کرنې رياست مطبوعاتي وياند مطيع الله سعيدي ویلي چي د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي د اکټیټ مؤسسې له خوا د ارغنداب ولسوالۍ زرو تنو بزګرانو ته کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د نوموړي په خبره، هر کروندګر ته ۸ کیلو د ماشو تخم ، ۲۵ کیلو سپینه سره او ۲۵ کیلو ګرامه توره سره ورکړل شوې.