د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ۴ مشهور غله نیول شوي دي.
د هلمند امنیې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چي د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ددې ولایت په ګرشګ ولسوالۍ کې ۴ مشهور غله نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد غله د ګرشک ولسوالۍ زاړه بازار او سید تاجدار آغا کې له دوو موټرسایکلونو سره لاس په لاس نیول شوي دي.