ډېر لوستل شوي

د غزې جګړه کې ۹ زره صهیونست ځواکونه معلول شوي

د غزې په روانه جګړه کې تر اوسه ۹ زره صهیونست یرغلګر ځواکونه معلول شوي دي.

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله، د عاشورا د ورځې د لمانځنې په یوه غونډه کې ویلي چې صهیونست رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو په پټولو کې پاتې راغلی او شمېرې ښيي، چې د غزې په روانه جګړه کې یوازې ۹ زره ۲۵۴ اسرایلي یرغلګر پوځيان سخت معلول شوي. ددغو عسکرو له ډلې  یې ۳ زرو عسکرو د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي، ۶۵۰ تنه یې فلج شوي او ۱۸۵ پوځيان یې په سترګو ړانده شوي دي.

د ورکړل شویو ارقامو له مخې، په دې جګړه کې د حماس غورځنګ د پراخو توغندیزو بریدونو او مخامخ نښتو په پایله کې په سلګونو نور اسراییلي یرغلګر ځواکونه وژل شوي هم دي.

اړوند خبرونه