ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په هره ستونزه کې د ملت تر څنګ ولاړ دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل‌الرحمن حقاني په ننګرهار کې د ورستیو اورښتونو او توپانونو له کبله د زیانمنوشویو سیمې د کتنې پر مهال ویلي چې اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي حقاني زیاته کړې چې افغان حکومت هڅه کوي، اړمنو کورنیو ته مرستې چمتو کړي.
د کډوالو چارو وزارت د مسوولینو له قوله، ښاغلي حقاني یو شمېر زیانمنوشویو کورنیو ته نغدي مرستې، خېمې او کمپلې وېشلي او همدارنګه یې د سرپناوو د جوړولو ډاډ هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه