ډېر لوستل شوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست قزاقستان کې د شمال- سویل کوریډور غونډه کې ګډون وکړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي قزاقستان کې د شمال-سویل ټرانزيټي او سوداګرۍ کوریډور غونډه کې برخه اخیستې ده.
دا غونډه نن(جمعه، چنګاښ ۲۹مه) رابلل شوې.
ویل کیږي چې یاد کوریډور به بلاروس، روسیه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان هيوادونه سره نښلوي.
دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ د بلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، پاکستان، ايران، عمان، سوریې او متحده عرب اماراتو هېوادونو د ټرانسپورټ، وسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، توليدونکو، صادرونکو او نورو برخو وزیرانو او مسوولینو برخه اخیستې وه.

اړوند خبرونه