حوثي ځواکونو نن سهار د اسراییلو پر پلازمېنې د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی.
بل پلو، صهیونست پوځ ویلي، یوازې یوه الوتکه تل ابیب کې له سترې ودانۍ سره لګېدلې چې یو تن پکې وژل شوی او ۸ نور ټپيان دي.
د حوثي ځواکونو ویاند یحی سریع ویلي، دغه برید یې د نوې یافا بې پیلوټه الوتکي په وسیله کړی دی.
ده زیاته کړې چې د صهیونست پوځ له لوري اشغالي سیمې یې تر بریدونو لاندې دي.