ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزیر سویس ته سفر کړی

د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ یوه افغان پلاوي سویس ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا ریاست نن شپه(شنبه، چنګاښ ۳۰مه) په خپل اېکس د دې سفر خبر ورکړی دی.
عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې یاد پلاوي د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټیډروس سره د لیدنې سربېره د بیلابیلو نړیوالو ادارو په غونډو کې ګډون کړی.
د وزارت په قول، مولوي نور جلال جلالي به د همکارو ادارو له مسوولینو سره په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول، د پولیو ناروغۍ په له منځه‌وړولو، روغتیایي چوپړونو پر پراختیا او نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

اړوند خبرونه