ډېر لوستل شوي

ایران د ننګرهار له زیانمنو سره مرسته کړې

ننګرهار کې د ایران کونسلګرۍ د دې ولایت له توپانونو او طبیعي پېښو څخه زیانمنوشویو سره مرسته کړې ده.
دا مرسته د ایران د کونسلګرۍ مرستیال بهرام جمالي له لوري د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري ته سپارل شوې ده.
په دې مرسته کې زر بورجۍ اوړه، زر بوشکې پینځه لېتره غوړي او زر لس کيلويي بوجۍ وریجې شاملې دي.
تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو هم د ننګرهار زیانمنو ته د مرستو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی وو.

اړوند خبرونه