د راپورونو له مخې، بنګله دېش کې د وروستیو لاریونونو پر مهال ۳۲ تنه مړه شوي او ۲۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا لاریونونه هغه مهال په تاوتریخوالي واوښتل، چې لاریونکوونکو د دغه هېواد د دولتي تلوېزیون ودانۍ ته اور واچوه او خپرونې یې بندې شوې.
دغه لاریونونه د حکومت له لوري د یوې طرحې تر تایید وروسته پراخ شوي دي. د نوې طرحې په بنسټ، د حکومتي سکټور ۳۰ سلنه دندې به د هغو مبارزینو کورنیو ته ورکړل شي چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د هېواد د ازادۍ په جګړه کې برخه اخیستې وه.