د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي بررسيو رئیس انجنیرغلام صدیق سباوون او ملو مسوولینو د بدخشان اړوند واخان، زيباک او کران منجان ولسواليو له لرو پرتو سیمو کتنه کړې ده.
یادو مسوولینو د خپل سفر په ترڅ کې له تاجکستان سره له ۴۳۴،۶۲ کیلومتره، له چین سره د ۹۶ کیلومتره، له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومتره سرحدونه او له پاکستان سره ۲۴۶،۰۱ کيلومتره ډيورنډ فرضي کرښه مطالعه او کتنه یې ترسره کړې ده. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د مسوولینو په اند، پلاوي له داسې سرحدي سیمو هم کتنه کړې چې له ۳۰ کلونو راهیسې یې دولتي مسوولین نه و ورغلي.