افغاني سرې میاشتې په یوه میاشت کې د خپلو ګرځنده روغتیایي ټیمونو په مټ ۲۵۲۸۶ ناروغانو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي دي.
افغاني سرې میاشتې نن(شنبه، چنګاښ دېرشمه) په خپل اېکس ددې ناروغان د درملنې خبر ورکړی دی.
له دې ډلې، د ۶۶۶۶ د داخلې ناروغانو درملنه شوې، همداشان ۱۴۲۰ مېرمنو ته د زېږون چوپړونه وړاندې شوي، ۳۷۹۹ مېرمنو او ماشومانو ته بېلابېل واکسینونه ورکړل شوي، د ۲۶۹ ټپیانو پانسمان شوی، ۱۰۳۴ مېرمنو ته د کورني تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۲۲۳۲ خوارځواکو ماشومانو ته د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۹۸۶۶ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.