ډېر لوستل شوي

د تېرو کلونو په پرتله سږکال د بریالیو زده کوونکو شمېر لوړ دی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم ویلي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د بریالي شویو زده کوونکو شمېر لوړ دی.

شیخ ندیم همدارنګه ډاډ ورکړی چې دغو محصلینو ته په لوړو زده کړو کې د پرمختګ لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

‏د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې: د خوشالۍ ځای دی چې د پرمختګونو په دوام، د یوه داسې پرمختګ شاهدان یو چې د افغانستان د روښانه راتلونکي زېری له ځان سره لري. نوموړي دا خبرې د سږني کانکور ازموینې په اعلان غونډه کې کړي دي.

اړوند خبرونه