له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري د پخواني لومړي وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوي او لور او په تېره اداره کې د خوست د کې.پي.اېف. قطعې یو شمېر غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.
یاد شخصیتونه په دې وروستیو کې بېرته هېواد ته راګرځېدلي وو.
د یاد کمېسیون د دارالانشأ رییس مولوي ذاکر دوی ته د ښه راغلي ترڅنګ ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر افغان عزت په خپل کور کې وي.
مولوي ذاکر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له فتحې وروسته ټولو ته بښنه شوې، هېڅوک د پخوانۍ دندې له امله نه ګواښل کیږي او هېواد کې هر چا ته د هوسا ژوندانه زمینه چمتو شوې.
دوی له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، افغانستان ته په راتګ او شته امنیت خوښ دي.
د هغوی په وینا؛ په افغانستان کې د شته امنيت او ډاډ له امله ډېر شمېر نور بهر مېشتي افغانان لېوالتیا لري، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د یادونې وړ ده چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري د تېرې ادارې سلګونه تنه بېرته افغانستان ته راګرځېدلي او هېواد کې پرته له کوم ګواښه ژوند کوي.