د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن شپه(یکشنبه، چنګاښ ۳۱مه) په خپل اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن جمهوریت پر الحدیده بندر د صهیونیستي رژیم هوايي برید غندلی دی.
په دې برید کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
وزارت پر نړیوالو سازمانونو او پر سيمه ییزو اغیزمنو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه او سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو ورانیو او ویجاړیو سبب نه شي.
ویل کیږي چې پر الحدیده بندر د برید پلان د صهیونست رژیم دفاع وزیر او لومړي وزیر نتانیاهو پلان کړی و چې تر ۸۰ زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.